پوهنې وزارت: د اسلامي تعليماتو معينيت له منځه نه دى تللى

رنګینه حمیدي

د افغانستان د پوهنې سرپرسته وزیره رنګینه حمیدي وايي، د دغه وزارت په نویو تشکیلاتو او بدلونونو کې د اسلامي تعلیماتو معینیت له منځه نه دی تللی بلکې د عمومي تعلیماتو د معینیت په چوکاټ کې یې ورته پراختیا ورکړې ده.

اغلې حمیدي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې وزارت په نویو تشکیلاتو او بدلونونو کې هڅه شوې چې په ښوونځيو او مدرسو کې د عمومي تعلیماتو کیفیت لوړ شي.

هغې زياته کړه: "د پوهنې وزارت هیڅکله داسې کارنه کوي چې خدای ناخواسته د اسلام مبارک دین تر سوال لاندې راولي، زه هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د پوهنې وزارت اسلامي تعلیمات له تشکیل څخه نه دي ایستلي او د حج او اوقافو وزارت ته یې نه دی ورکړی."

د پوهنې سرپرسته وزیره دا خبره په داسې حال کې کوي چې په وروستیو ورځو کې ځينو خلکو او دینې عالمانو په ټولنیزو رسنیو کې اندېښنې وښودې، چې د پوهنې وزارت په خپلو نویو بدلونونو کې د اسلامي تعلیماتو معینیت له تشکیله ایستلی دی.

ځینو دینې عالمانو پر ياد وزارت غږ کړی چې د اسلامي تعلیماتو په اړه دې پر خپل تصمیم له سره غور وکړي.