"د افغانستان لوېدیځ کې ۴۰ سلنه ماشومان له پولیو ضد واکسین بې‌برخې دي"

ارشیف، افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین

د افغانستان په لوېدیځ کې روغتیايي چارواکي وايي په دغه حوزه کې ۴۰ سلنه ماشومان له ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین نه بې‌برخې دي.

په لوېدیځه حوزه کې د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤل عبدالوحید رحماني ازادي راډیو ته وویل د دولت وسله‌وال مخالفان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ماشومانو ته د کور په کور واکسین اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلی رحماني زیاتوي: "په لوېدیځه حوزه کې مو هدف تر پنځو کلونو کم عمره یو میلیون او یو لک ماشومانو ته واکسین ورکول دي، خو له بده مرغه د دوی ۴۰ فیصده‌یې له کمپاین څخه بې‌برخې پاتې کېږي. د دولت وسله‌وال مخالفان اجازه نه‌ورکوي چې کور پر کور دا واکسین تطبیق کړو. په ناامنو سیمو کې کمپاین په کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو کې عملي کوو."

د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړه نن دوشنبه پیلېږي.