فوزیه کوفي: قطر کې د سولې خبرې یوه نوي پړاو ته داخلې شوي

د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوه غړې فوزیه کوفي

د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوه غړې وايي په قطر کې روانې خبرې له کوم خنډ سره نه‌دي مخامخ شوي.

فوزیې کوفي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، هغه مذاکرې چې د سپټمبر له ۱۲مې روانې دي، نن سبا یوه نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

اغلې کوفي زیاته کړه: "مذاکرې له خنډ سره مخامخ شوې نه‌دي، بلکې د مذاکرو له یوه پړاو څخه نوي پړاو ته داخل شوو. هیله‌من یو چې ډېر ژر د اجنډا او هغو مسایلو په اړه چې د افغانانو د اصلي اندېښنو سبب دي، خبرو ته کېنو."

تر دې مخکې د شنبې په ورځ د اصلي مذاکرو د کړنلارې په اړه د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو هیئتو متضادو څرګندونو اندېښنې ولاړې کړې وې.

په دې اړه نور: دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکرو د کړنلارې د نهايي کېدو په اړه ضد و نقیضې څرګندونې

طالبانو ویلي وو چې د کړنلارې د مقدمې په ګډون پر ۲۱ مادو د دواړو ټیمونو له‌خوا موافقه شوې او د دې کړنلارې یوه نسخه کوربه هېواد قطر ته هم سپارل شوې ده.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، له مقدمې پرته پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور بحث او وضاحت ته اړتیا لري.

کوربه هېواد قطر چې دغه مذاکرې په‌کې روانې دي، رسماً د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه‌ده کړې.

دا وضاحت هم نه‌دی ورکړل شوی چې د کړنلارې یا طرزالعمل په مقدمه کې کوم مسایل یاد شوي او کومې برخې یې نورو بحثونو ته اړتیا لري.

وروسته له هغه چې اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو د بشپړېدو غوښتنه وکړه ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه له ځینو سیاسي مشرانو سره کتلي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزی او عبدرب الرسول سیاف

د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو نه‌بشپړېدل هم د سولې د مذاکرو د اغېزناکتیا پر وړاندې یو خنډ بلل شوی دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون ازادي راډيو ته وویل چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف او نورو سره په کتنه کې د سولې د پروسې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د جوړېدو څه باندې شپږ میاشتې کېږي، خو لا هم دغې شورا په رسمي ډول کار نه‌دی پیل کړی او نه‌یې هم د غړو بشپړ تشکیل معلوم دی.