د کرکټ نړیواله شورا: راشد خان په کمو سیالیو کې زیاتې وېکټې اخیستي

راشد خان

د کرکټ نړیواله شورا وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په کمو شل اوریزو سیالیو کې له نورو توپ اچونکو زیاتې وېکټې اخیستي دي.

دغه شورا د نومبر په ۲۸ مه په خپله فیسبوک پاڼه خلک تشویق کړي، چې د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه راشد خان ته رایه ورکړي.

یادې شورا ویلي، چې راشد خان د لسیزې یوازینی بالر دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې په کمو لوبو کې تر نورو ډېرې وېکټې اخیستي دي.

یادې شورا لیکلي، چې راشد خان د لسیزې د یو ښه توپ اچوونکي په صفت ۸۹ وېکټې ترلاسه کړي، چې په لږ وخت کې یې لږ تر لږه خپل اوسط ۱۲ اعشاریه ۶۳ ته لوړ کړی دی.

یادې شورا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د بالرانو په منځ کې خان یواځینی هغه دی، چې په دې وروستیو کې یې ۵۰ وېکټې پوره کړي او د ټولو شل اوریزو لوبو په کېریر کې یې ۸۹ وېکټې خپلې کړي دي.