د برښنا شرکت بيا د برښنا پوروړو ته خبردارى ورکړ

آرشیف

د افغانستان برښنا شرکت یو ځل بیا پر هغو کسانو، چې د برښنا د لګښت پیسې یې نه دي ورکړي غږ وکړ چې که د خپلو لګښتونو پیسې دغه شرکت ته ورنه کړي نو برښنا به یې پرې شي.

د افغانستان د برښنا شرکت سلاکار مصطفی اریا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دمګړی یو شمېر داسې دولتي ادارې، افراد او اشخاص شته چې کلونه کلونه کېږي د برښنا د لګښت پیسې یې نه دي ورکړي.

هغه زياتوي: "نه یوازې په مرکز، بلکې په ولایتونو کې زورواکي شته چې برښنا یې اخیستې خو د لګښت پیسې یې نه دي ورکړي، موږد برښنا د لګښت ټول پوروړي پیدا اولستونه مو جوړ کړل، پلاوي مو ورولېږل، يو څه پیسې راټولې شوي، قسطونه مو ورسره وکړل او وروستی ګام دا دی چې که دوی پر وخت پیسې ورنه کړي، برښنا پرې قطع کوو."

ښاغلي اريا وویل، دمګړی دولتی ادارې، افراد او اشخاص څه باندې څلور میلیارده افغانۍ پوروړي دي، چې دغو پورونو د برښنا شرکت پر مالي سیستم ناوړه اغېزه کړې.

ده داهم وویل، دولتي ادارو تراوسه ۵۰ او افرادو او اشخاصو ۲۰ سلنه پورونه ورکړي دي.