اطلاعات روز: د هېواد مقننه قوه او ارګ باید په خپل منځ کې نرمښت ایجاد کړي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو مقالې او تبصرې لیکلې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو په اړه د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې.

په سرمقالې کې راغلي، د دې شورا د تشکیلاتو په جوړښت د یادو درېیو لورو ټینګار دا ښيي چې د افغانستان نړیوال متحدین نه‌غواړي چې ارګ دې د افغان سولې په چارو کې لاسوهنه وکړي.

اروپايي ټولنې، امریکا او بریتانیا د نومبر په ۲۷مه په داسې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا د ژر کار پيل غوښتنه وکړه چې له دې یوه ورځ وړاندې د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وویل، دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي پلاوو ترمنځ هېڅ ډول هوکړه نه‌ده شوې.

لیکوال لیکلي، د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ د ثور د ۲۸مې سیاسي هوکړه، د سولې په ټولو چارو کې ارګ له واک څخه باسي او یوازې سلا مشورې ته د اړتیا په صورت کې ولسمشر کولای شي د ملي مصالحې عالي شورا رهبرۍ ته مشورې ورکړي.

لیکوال، ټینګار کړی دا چې د یادې شورا د جوړېدو شپږ میاشتې کېږي، خو لا یې تشکیلات نه‌دي بشپړ، دا د شورا د مشر عبدالله عبدالله ټمبلي ښيي.

لیکوال زیاتوي اوس‌مهال د افغان سولې په اړه، د جمهوریت له‌خوا واحد ادرس شتون نه‌لري، نو باید سپېدار دا اړین کار بشپړ کړي.

  • اطلاعات روز

د اطلاعات روز ورځپاڼې سرمقاله کې د ارګ لومړي مرستیال امرالله صالح او ولسي جرګې ترمنځ د تازه اختلافاتو په اړه لیکنه شوې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، تېره اوونۍ ولسي جرګې نوماند وزیرانو ته د رأی ورکولو لړۍ وروسته له هغې ودروله چې ښاغلي صالح د جنیوا کنفرانس کې یو شمېر وکیلان په فساد تورن کړل.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې چې یو لور ته وزارتونه په سرپرستي روان او بل لور ته د سولې خبرې ورو پر مخ ځي، د هېواد مقننه قوه او ارګ باید په خپل منځ کې نرمښت ایجاد کړي.

د لیکوال په باور، ښاغلی صالح باید اوبه خړې نه‌کړي، بلکې که اسناد لري نو په فساد کې ښکېل وکیلان دې قضایي بنسټونو ته وروپېژني.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کې هم د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ رامنځته شوي ټکر باندې بحث شوی دی.
د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا لانجه د مقننې او اجرائیې قوې ترمنځ نه، بلکې د امرالله صالح او د هغه د سیاسي مخالفینو ترمنځ شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

لیکوال لیکلي، په‌کار ده چې ارګ نوره دا ډرامه بنده کړي او که رښتیا هم د زورواکو او مفسدینو ضد ګام اخیستل کېږي، نو له ارګ، امرالله صالح او د دوی له سیاسي متحدینو باید پیل وشي.