په اروپا کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر ۴ لکو واوښت

اسپانیا کې د کرونا ویروس له امله د مړه شويو کسانو د خښولو لړۍ

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز د شمېرو پر اساس، په تېرو ۸ میاشتو کې چې کرونا وبا خپره شوې ده، په اروپا کې ۴ لکه ۹۵۰ تنه مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په پنځو هېوادونو؛ لکه بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، اسپانیا او روسیه کې مړه شوي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې بیا یوازې په نومبر میاشت کې ۴ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ورتېرې میاشتې دوه برابره دي.

په دې هېواد کې د ورځې په متوسط ډول نږدې یو نیم زر تنه مري او د دې ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه څه باندې ۲ لکه ۶۶ زره تنه مړه شوي دي.