سبا د شانګهای د همکارۍ تړون د دایمي او څارونکو غړو سرمشریزه دایرېږي

ارشیف، بیجنګ کې د شانګهای د همکارۍ تړون سرمشریزه

د شانګهای د همکارۍ تړون د دایمي او څارونکو غړو سرمشریزه سبا (دوشنبه) د هند په کوربه‌توب په انلاین یا مجازي ډول دایرېږي.

په دې غونډه کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم وینا وکړي.

ټاکل شوې ده چې په دې سرمشریزه کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په انلاین ډول جوړېږي، د ۸ غړو او ۴ څارونکو هېوادونو مشران ګډون وکړي.

چین، روسیه، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، هند او پاکستان د دې تړون دایمي غړي دي.

افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

دا ځل به د هند په بلنه ترکمنستان هم د ځانګړي مېلمه هېواد په توګه په دې کنفرانس کې ګډون ولري.