نګورنو قره‌باع کې ماین چاودنې څلور ملکیان ووژل

نګورنو قره‌باغ کې اذربایجاني ځواکونه د ماین پاکۍ پر مهال

د اذربایجان لویه څارنوالي وايي څلور ملکیان‌یې هغه وخت ووژل شول چې موټر یې پر یوه ټانک ضد ماین وربرابر شو.

د څارنوالۍ په وینا، دغه چاودنه پرون د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ په فیزولي سیمه کې وشوه.

د اذربایجان لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د ارمنستان او نګورنو قره‌باغ چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په هغه جګړه کې چې د ارمنستان او اذربایجان د ځواکونو ترمنځ د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې پیل شوه او شپږ اوونۍ یې دوام وکړ، اذربایجان پر فیزولي سیمه ولکه ټینګه کړه.

د روسیې په منځګړیتوب هغه اوربند چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې ورباندې موافقه وشوه، دا جګړه ختمه کړه.