غور کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي کتابتون ودانۍ پرانیستل شوه

غور کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي کتابتون ودانۍ

په غور ولایت کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي کتابتون ودانۍ پرانیستل شوه.

د غور د ښځو چارو رئیسې حلیمې پرستش پرون ازادي راډیو ته وویل، پر دغې ودانۍ څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ لګول شوي چې د ریاست له بودجې ورکړل شوي دي.

د غور د والي مرستیال حبیب‌الله رادمنش ویلي، هیله‌من دی د دغه کتابتون له پرانیستل کېدو سره په دې ولایت کې ښځو او نجونو ته د مطالعې ښه زمینه برابره شي.