محب: طالبانو او نورو ترورېستي ډلو خپل بریدونه پر ملکي اهدافو متمرکز کړي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله‌والو طالبانو او نورو «ترورېستي» ډلو خپل بریدونه پر ملکي اهدافو متمرکز کړي دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، پرون د امنیتي ادارو له مشرانو سره په یوه غونډه کې پر دې موضوع خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې امنیتي مسؤلانو د دولت د وسله‌والو مخالفانو پر حملو هم بحث وکړ.

ښاغلی اندړ زیاتوي: "د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو اوسنۍ تګلاره داسې ټاکل شوې چې خپل بريدونه پر ملکي ځايونو متمرکز کړي، ځکه د مخامخ جګړې توان‌يې بایللی دی."

په دې امنیتي غونډه کې له ولس سره د امنیتي پېښو په اړه د پلټنو د پایلو د شریکولو غوښتنه هم وشوه.

په وروستیو کې د ګڼو لویو امنیتي پېښو په اړه د تحقیقاتو د پیل ژمنه شوې، خو بیا د هغو پلټنو پایلې له ولس سره شریکې شوې نه‌دي.