خامنه يي: د ساینس پوه 'فخري‌زاده' د وژلو د غچ دې واخیستل شي

د ایران ولسمشر وايي یو ځل بیا د نړیوالو اشرارو لاسونه د ایران د یوه بچي په وینو ولړل شول.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دې هېواد دیوه وتلي اټمي ساینس پوه محسن فخري زاده د وژل کېدو د غچ غوښتنه کړې ده.

خامنه یې نن شنبه (د لیندۍ ۸مه) پر خپله رسمي ویب پاڼه د دې قتل د تعقیب او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

په همدې ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د دې پېښې په تړاو اسرائیل تورن کړ چې د امریکا د مزدور په توګه عمل کوي.

روحاني پر خپله رسمي ویب پاڼه لیکلي: "یو ځل بیا د نړیوالو اشرارو لاسونه د مزدور صهیونستي رژیم د دسیسې له کبله د دې هېواد د یوه بچي په وینو ولړل شول."

محسن فخري زاده د نومبر پر ۲۷ مه پرون جمعه(د لیندۍ ۷مه) تهران ته نژدې په یوه وسله وال کمین کې ووژل شو.

د ایران د اټمي ادارې مشر علي اکبر صالحې نن ویلي چې د فخري زاده وژنه به د ایران د اټمي پروګرام چارې اغیزمنې نه کړي.