دفاع وزارت: په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۳ تنه طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د هوایي ځواکونو ملاتړ هم وو .

د اعلامیې له مخې دا عملیات تېره شپه د هرات په کوهستان، د ارزګان په ګیزاب، د هلمند په ناوې، نهر سراج او نادعلي، د کندز په امام صاحب او د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې په دې عملیاتو کې یوه اندازې وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.