هندي کشمیر کې د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو ټاکنې پیلېږي

ارشیف، کشمیر ، دا عکس تئزیني بڼه لري

د هند تر واک لاندې کشمیر کې نن د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو ټاکنې پیلېږي.

وروسته تر دې چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي د دې سیمې نیمه خپلواک واک تېر کال وګرځاوه، د دې سیمې بیل اساسي قانون یې لغوه کړ او دا سیمه یې په دوو فدرالي سیمو وویشله، دا لومړي انتخابات دي چې په کې ترسره کیږي.

د رای ورکوونکو د ساتنې لپاره په لسګونو زره اضافي سرتیرې سیمې ته استول شوي دي.

بیلتون غوښتونکو وار له مخه له دې انتخاباتو سره مخالفت څرګند کړی دی.

دا انتخابات د سیمه ییزو پرمختیایي شوراګانو د ۲۸۰ څوکیو لپاره دي چې په اتو پړاوونو کې به ترسره شي او د ډسمبر په ۱۹مه به پای ته ورسېږي.