په کونړ کې د ښونځيو زده کوونکي د درسي کتابونو له کموالي او نشتوالي سر ټکوي، د دوی په خبره چې د کتابونو د کمي له امله نه په ښونځي کې سم درس ویلی شي او نه هم کورنۍ دنده په سمه توګه لیکلی او زده کولی شي.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د عُمراخان مرکزي لېسه چې د ورځې شاوخوا ۴۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو د کتابونو د کمي له امله یو- یو کتاب ته پنځه او شپږ تنه راټول دي.
انس د نهم ټولګي زده کوونکی دی وايي: "موږ ته يې بیخې کتابونه نه دي راکړي، په بازار کې يې پیرو، که څوک کتابونه نه لري، بیا یو ځای سره کېنو او په ګډه سبق وایو."
د زده کوونکو په خبره چې د کتابونو د نشتوالي له امله نه په ټولګي کې سم درس ویلی شي او نه په کور کې، کله د یو ملګري څخه کتاب سوال کړي او کل هم له بل څخه، دا هغه ستونزه ده چې د دې لېسې زده کوونکی محمد فهیم هم ترې سر ټکوي: "یوه شپه یو ملګری یو کتاب وړي او هغه ترې کورنۍ دنده لیکي، بله شپه یې بل وړي، بس په دغه ډول خپلې ستونزې حلوو."
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري د کونړ یو ښوونځی
دوی وایي، هر کال ورسره ژمنې کېږي چې پوره درسي کتابونه به ورکړل شي، خو لا تر اوسه هغه ژمنه نه ده پوره شوې.
په کونړ کې د پوهنې ریاست مسولین هم وايي چې د کتابونو د کمي له امله ستونزو سره مخ دي،ددې ریاست تدريسي مرستیال عبدالقهار اخونزاده ازادي راډیو ته وویل: "له اول ټولګي نه تر نهم تولګي تقریباً ۱۷ عنوانه کتابونه راغلي، موږ پر ولسوالیو ویشلي دي، خو ډېر کم دي. د یوه ټولګي دوه یا درې عنوانه کتابونه راغلي، بلکل کم دي. دومره کتابونه نشته چې د زده کوونکو ستونزه پرې حل شي."
زده کوونکي وایي، حکومت او مرستندویه ټولنې باید د کتابونو په چاپولو او دوی ته د ورکړې په کار کې پوره همکاري وکړي، څو د دوی ستونزې حل شي او په سمه توګه درسونو ته دوام ورکړي.