شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ ۴ کار کوونکي وژل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان د پوځ د انجینرۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایي، دغه کسان پرون له کاره کور ته روان و چې د میرعلي له څلور لارې لږ ها خوا یې وسله والو مخه ونیوله او ډزې ېې پرې وکړې.

د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې یو د اېبټ اباد، بل د ډېره اسماعیل خان، یو د ګوجرانوالې او یو د شمالي وزیرستان اوسېدونکی و.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

د پیښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.