روحاني: ایران او امریکا د ۲۰۱۷ شرطونو ته ورګرځېدای شي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، ایران او د امریکا متحده ایالات که وغواړي کولای شي د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنوري تر شلمې مخکې شرطونو ته چې دواړو هېوادونو پرې موافقه کړې وه، بېرته ور وګرځي.

یعنې مخکې له دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړي.

حسن روحاني پرون چهارشنبې په تهران کې د کابینې غونډې ته په وینا کې وویل، ایران دې کار ته لېواله که امریکا هم ورته لېوالتیا ولري: "موږ هیله من یو چې د امریکا راتلونکې اداره د لومړي ګام په توګه هغه پالیسۍ په کلکه وغندي چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې غوره کړې ـ هغه پالیسي باید وغندي چې د بشر له حقونو سره په تضاد کې او د ترهګري پر اقداماتو ولاړه ده."

حسن روحاني دغه راز وویل چې د امریکا نوی حکومت باید هغه خرابه سیاستونه چې د ټرمپ ادارې د ایران په مخ کې نیولي و، جبران کړي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټمي تړونه ووت او له هغې وروسته یې پر دې هېواد د بندیزونو لګولو ته مخه کړې ده.

په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د دندې پای ته رسېدو ته شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي، د هغه اداره په پام کې لري چې پر ایران د زیاتو فشارونو لپاره پر دې هېواد نوي بندیزونه ولګوي.

د ایران لپاره د امریکا جګ پوړي استازي ایلیت ابرامز پرون اعلان وکړ چې د ولسمشر ټرمپ د بندیزونو ستراتیژي به د وسلو، د ډله ییزې وژنې د وسلو او د بشري حقونو د مسایلو په اړه دې هېواد ته د سزا ورکولو په نوېو اقداماتو سره د هغه د ولسمشرۍ د دورې تر ختمېدو روانه وي.