اذربایجاني سرتېري په نګورنو قرهباغ کې د کلبجر سیمې ته داخل شول. دا هغه سیمه ده چې ارمنستان له اذربایجان سره د شوي تړون له مخې د هغې د سپارلو موافقه کړې وه.
د نګورنو قرهباغ پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږ اوونۍ جګړه وشوه.
تر دې وروسته د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانه میاشت د روسیې په منځګړیتوب د سولې تړون وشو چې د هغې له مخې دا په نګورنو قرهباغ کې درېیمه ولسوالي ده چې اذري پوځیانو ته سپارل کېږي.
د اذربایجان دفاع وزارت پرون داسې تصویرونه خپاره کړل چې پوځیانیې په نګورنو قرهباغ کې پر یوه سړک د واورو پر سر د ماینونو پلټنه کوي.