کندهار کې د اصلاح شویو غنمو د تخمونو د وېش پروګرامونه پیل شول

ارشیف

د اصلاح شویو غنمو د تخمونو د وېش دوه پروګرامونه په کندهار کې پيل شول.

یو پروګرام د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له انکشافي بودجې تمویلېږي.

د کندهار د زراعت رئیس سید حفیظ‌الله سیدي ازادي راډیو ته وویل: "په دې کې ۶۶۸ مټرک ټنه غنم او اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته په ۱۵ ولسوالیو کې توزېع کوو."

بل پروګرام د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې (FAO) په مرسته پلی کوي چې په درېیو ولسوالیو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشي.

کندهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې زراعت وچکالۍ اغېزمن کړی دی.