"افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته پام نه دی شوی"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، دغه هېواد کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته جدي پام نه دی شوی.

کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغلته ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي لکه له کوره شړلو، جبري او کم عمر کې ودولو، د ژوند د ملګري د نه انتخاب، په بدو کې ورکړې او ورته نورو ټولنیزو ستونزو سره مخامخې دي.

کمېسیون ویلي، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې هم لري چې د دوی په وینا کافي نه دي.

کمېسیون دغه څرګندونې د نومبر د ۲۵مې، یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

له دې وړاندې یوناما، په افغانستان کې د ناټو ماموریت او بېلابېلو نورو ډيپلوماتیکو ادارو د افغان ښځو د حقونو په ټینګښت ټینګار کړی دی.