"د سولې بین الافغاني خبرو ته د کړنلارې چمتوالي کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی"

ارشیف

د افغانستان جمهوري ریاست هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د بین الافغاني خبرو لپاره پر کړن لاره هوکړې ته رسېدل نېږدې شوي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوحه کې د دولت او مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې د خبرو د کړنلارې ستونزه لا پرځای پرته ده.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "په مذاکراتو کې کوم ځانګړی پرمختګ نشته، طالبان اوس هم بېلابېلې پلمې او وړاندیزونه لري چې زموږ د ملي ګټو، اساسي قانون او د خلکو د غوښتنو پر خلاف دي، موږ صلاحیت نه لرو چې دا ډول غوښتنې ومنو."

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د ښاغلي صدیقي په خبره د افغانستان حکومت مرکچي پلاوي ته هر څه روښانه دي هغه څه چې په اساسي قانون کې راغلي او جرګې پلاوي ته حدود ټاکلي.

نوموړي وویل چې افغان حکومت او ولسمشر ته سوله لومړیتوب لري او طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او په مانا دار ډول د سولې خبرو ته حاضر شي.

ښاغلی صدیقي زیاته کړه چې د طالب بنديانو په خوشې کېدو سره ملت ته هېڅ هم په لاس ورنه غلل.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې دوحه کې بین الافغاني خبرو ته د چمتوالي په کړنلاره دواړو لوري د اختلافي مواردو پر سر يوې هوکړې ته نېږدې شوي دي.

طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او په مانا دار ډول د سولې خبرو ته حاضر شي.

د طالبانو يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي و چې ښايي د پنجشنبې په ورځ هوکړه وشي هغه څه چې له دوحې نه سرچينو هم ورته خبره کړې وه، خو هغه وخت هم په رسمي توګه نه د افغان دولت او نه هم د طالبانو مرکچي پلاوي دغه خبره تأیید کړه.

د تېر سېپټمبر مياشتې له ۱۲مې نېټې راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرو ته د کړنلارې په چمتوالي د افغانستان دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه په کې کوم څرګند پرمختګ نه لیدل کېږي.

دغه په ټپه ولاړ حالت په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ دي.​