"په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي زيات شوى"

ارشيف

نن د نومبر پنځه ویشتمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.

یوناما په دې اړه په اعلامیه کې زیاته کړې چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د ورځ په دې شعار لمانځل کېږي، چې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه چټکه شي او د دې پدیدې پر وړاندې له هېڅ زغم کار وانخیستل شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی زیات دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي سږ کال د ښځو پر وړاندې د تېر کال په پرتله شل فیصده زیات تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو هېوادونو کې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات دی سر له نن نه د شپاړسو ورځو په مخه یو کمپاین هم پیل شوی.

په دې کمپاین کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې کېږي.