انګلستان د کرسمس پرمهال محدودیتونه کموي

انګلستان کې د کرسمس لپاره د چمتوالي یو انځور

د انګلستان څلور واړو هېوادونو د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې د کرسمس پر مهال به د کویډ۱۹ محدودیتونه کم شي او پنځه ورځې به تر درو پورې کورنۍ وکړای شي چې په یوه کور کې سره وویني.

انګلنډ، سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ د کویډ۱۹ د مخنیوي لپاره له یو بل څخه بېل پلانونه عملي کړي خو د کرسمس د لمانځلو په خاطر د سې شنبې په ورځ له لندن سره موافقې ته ورسېدل.

پر سفر محدودیت به هم لیرې شي او خلک به وکړای شي له شمالي ایرلنډ څخه یا دې هېواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ په انګلنډ کې د کرونا ویروس له کبله وضع شوی محدودیت پای ته ورسېږي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د سې شنبې په ورځ وویل چې په هېواد کې يې د کویډ۱۹ دوهمه څپه پای ته رسېدونکې ده.

مکرون وویل چې د کویډ۱۹ له کبله لګېدلی محدودیت به په څو ورځو کې پای ته ورسېږي او تر کرسمس پورې چې د ډسمبر په ۲۵مه نېټه دی، دوکانونه، تیاترونه او سینماوې هم پرانیستل شي.

ده زیاته کړه چې خلک به وکړای شي له خپلو کورنیو سره دا رخصتۍ ولمانځي.