"د جنیوا کنفرانس ټولو ګډونوالو په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ"

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس ټولو ګډونوالو په دې هېواد کې پر اوربند ټینګار کړی.

ښاغلي اتمر د دې کنفرانس د پای ته رسېدو پر مهال وویل، نړیواله ټولنه غواړي په افغانستان کې وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر پيکا هاویستو په ژنیو کې د دې دوه ورځني کنفرانس جوړوونکو ته وویل، په دې کنفرانس کې ۶۶ ګډونوالو هېوادونو او ادارو په افغانستان کې د دایمي او پراخې سولې سره کلک ملاتړ څرګند کړ.

په افغانستان کې د سولې راوستلو په هدف د فبروۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته تر اوسه هم، د چارواکو په وینا، د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.