اشرف غني: سوله د افغانانو لومړیتوب دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله د افغانانو لومړیتوب دی.

اشرف غني په جنیوا کې نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) د افغانستان لپاره نړیوالې غونډې ته له کابله په ویډیو کنفرانس کې وویل: "د افغانستان د خلکو اصلي لومړیتوب څه دی؟ سوله ده. نن زموږ د افغانستان خلک، حکومت او نړیواله ټولنه یو ګډ لرلید لرو؛ هغه یو خپلواک، متحد او ډیموکراټ افغانستان دی چې په کور دننه، له سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب توان ولري."

بل لور ته د جنیوا کنفرانس ته نن د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په خپلو خبرو کې په افغانستان کې پرته له قید او شرطه د اوربند غوښتنه وکړه، څو د ده په خبره د دوحې د سولې په خبرو کې د پرمختګ زمینه مساعده شي.

په جنیوا کې د افغانستان لپاره په نړیواله دوه ورځنۍ غونډه کې پرون پيل شوه، د اویا هېوادو او ۳۰ نړیوالو موسسو استازیو برخه اخېستې ده.