په ننګرهار کې لسګونه مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس برخو کې روزل شوي

ارشيف

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې١٠٠ یې مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس او بسته بندي په برخه کې روزلې دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغو مېرمنو ته عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې دي.

په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، دغه ښځې د سبو او مېوو د پروسس برخه کې کار وکړي او له اقتصادي پلوه به په ځان بسیاینې ته ورسېږي.

مخکې تر دې بیا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځو ته د دوی د اقتصاد پیاوړتیا په هدف کورنۍ باغچې او د چرګانو د ساتنې پروګرامونه پلي کړې دي.