د افغانستان د اقتصادي پراختیا د ټکنۍکېدو لاملونه په ډاګه شول

عبدالهادي ارغندیوال

د افغانستان د مالیې وزیر وایي، بېکاري، بېوزلۍ، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی او د زیربناو د کمښت ترڅنګ د کرونا ویروس خپرېدو د هېواد اقتصادي پراختیا ټکنۍ کړې ده.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې د مالیې وزیر عبد الهادي ارغندیوال له قوله ویل شوي، له همدې امله افغانستان د نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري، څو د ملي چوکاټ په عملي کولو سره تر ٢٠٢٥ کال له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

په اعلامیه کې ویل شوي ښاغلي ارغندیوال د جنیوا کنفرانس په لومړۍ ورځ د کنفرانس ګډونوالو ته ویلي، افغان حکومت ملي ستراتیژي ترتیب کړې چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې له اقتصادي پلوه په ځان متکي شي.