پکتیاوالې ښځې د سولې خبرو کې د تصمیم نیونې رول غواړي

د پکتیا یو شمېر ښځې- ارشیف

پکتیاوالې ښځې له افغان حکومته غواړي چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې د سمبولیک ګډون پر ځای د تصمیم نیونې رول ورکړل شي.

دوی له طالبانو هم وغوښتل چې د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په شان چې هلته ښځو ته د زده کړو او کار حقونه ورکړل شوي، د افغان ښځو حقوقو ته احترام وکړي.

پکتیاوالو ښځو دا څرګندونې پرون (دوشنبه) په ګردیز کې د سولې د بین الافغاني خبرو د ملاتړ او دایمي اوربند د غوښتنې په پار د جوړې شوې غونډې په څنډه کې ازادۍ راډیو ته وکړې.

په دې غونډه کې مدني فعالې نازدانې پکتیاوال وویل، سوله باید د ښځو د فکري او جسمي امنیت سبب شي، نه دا چې ښځو ته له دې زیاته بې امنیتي جوړه کړي.