اتمر: نړیوال دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې برخه کې زیاته هڅه وکړي

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.

نن د جینیوا د نړیوال کنفرانس دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

تمه کېږي چې په دې کنفرانس کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر تېر ماښام له جینیوا څخه ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د دولت له لوري دوه سندونه چمتو شوي او د کنفرانس له برخوالو سره شریک شوي دي.

ښاغلي اتمر د دغو سندونو د څرنګوالي په اړه وویل: "یو سند په راتلونکو ۵ کلونو کې د افغانستان د دولت د ګډ پلان په اړه دی چې په ۳ محورونو کې تنظیم شوی؛ سوله، دولت جوړونه، د افغانستان د اقتصاد او مارکیټ پیاوړتیا، دوهم سند د حساب ورکولو د متقابل چوکاټ په نوم دی چې په هغه کې د افغانستان د دولت ژمنې او د نړیوالې ټولنې ژمنې درج شوې دي."

د جینیوا د کنفرانس لومړۍ ورځ تر ډېره د برخوالو ویناوو ته، چې انلاین یې کولې، ځانګړې شوې وه.

د افغانستان د باندنیو چارو وزیر ازاډي رادیو ته همداراز وویل، نړیواله ټولنه پوهېږي چې له افغانستان سره د مرستو دوام د دوی په ګټه هم دی.

له میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره کړي، لا هم افغانان شکایت کوي چې په ژوند کې یې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

ډېر افغانان له اداري فساده شکایت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، حکومت غواړي چې په خپل ۵ کلن پلان کې د خپلو خلکو فوري او اوږدمهالې اړتیاوې پوره کړي.

د ده په وینا حکومت به په دې پلان سره د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راوړلی شي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح پرون له کابل څخه د جینیوا کنفرانس په څنډه کې د اداري فساد په اړه یوې غونډې ته وویل، له نړیوالې ټولنې غواړي چې هغه موسسې تر فشار لاندې راوړي چې حساب نه ورکوي.

امرالله صالح

هغه زیاته کړه: "موږ د دوی چاپېریال او فضا نه تنګوو، غواړو چې ټول حساب ورکوونکي وي، په افغانستان کې له غیرحکومتي موسسو څخه حساب کتاب نه اخیستل کېږي، دوی خپله خپل حکومت پر مخ بیايي، له خپلو متحدانو غواړو چې دا موسسې تر فشار لاندې راوړي چې افغانانو ته حساب ورکړي."

تر دې وړاندې داسې ګومان کېده چې ښايي د پراخ اداري فساد په خاطر نړیواله ټولنه له افغانستان سره د راتلونکو پنځو کلونو مالي مرسته کمه کړي.

په جینیوا کنفرانس کې، د څه باندې ۷۰ هیوادونو او ۳۰ موسسو استازي ګډون لري.

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش جینیوا کنفرانس ته ویناوې وکړي.

افغانستان حاضردمه د نړیوالې ټولنې مرستو ته سخته اړتیا لري.

په ۲۰۱۶ م کال نړیوالې ټولنې په بروکسل کې له افغانستان سره د ۴ کلونو لپاره د ۱۵ ملیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.