فیلیپو ګراندې: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندې

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره دې مرستو ته دوام ورکړي کنه نه د ورانونکو عواقبو له خطر سره به مخ شي.

ګراندې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، د میلیونونو افغانانو راتلونکې په دې هېواد کې د سولې د خبرو په نتیجې او د دې هېواد د پرمختیا لپاره د جنیوا د دوه ورځني کنفرانس په ګډون د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر ژمنو پورې تړلې ده.

ګراندې دغه راز خبرداری ورکړ چې که په هره برخه کې هڅې ناکامه شي نوپه لویه پیمانه به د خلکو د بې ځایه کېدو په ګډون د دې هېواد لپاره ورانونکې نتیجې ولري.

هغه وویل چې روان کال په افغانستان کې د ننه د شخړو له امله نږدې درې لکه کسان بې ځایه شوي چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.