یونېسف ۹۲ مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین لېږي

ارشیف، د کرونا ویروس ضد واکسین

یونېسف پلان لري چې راتلونکی کال ۹۲ مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد دوه میلیارده ډوزه واکسین او یو میلیارد سورنجونه ولېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونېسف) د نړۍ په کچه د واکسین اخیستلو تر ټولو لویه اداره ده.

دغه اداره هر کال نږدې ۱۰۰ هېوادونو کې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي په هدف دوه میلیارده ډوزه واکسینونه اخلي.

مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا واکسین په دومره شمېر کې لېږد یوه ننګونه ده، خو یونېسف وایي، د بار وړلو له سلګونه هوایي او سمندري شرکتونو او د لوجستیک له نړیوالو شریکانو سره په دې برخه کې کار کوي.

په ریاض کې د جي شل هېوادونو غونډه کې هم د کرونا پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبري وشوې او ژمنه وشوه چې د واکسین لپاره به‌یې هېڅ ډول هڅې ونه‌سپمول شي.

د امریکا او اروپا د درملو جوړولو یو شمېر لویو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا ضد واکسینونه‌یې جوړ او ازمویلي دي.

د امریکا برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې د راتلونکي کال تر اپرېل میاشتې پورې به دغه واکسین په پراخه کچه تولید شي.