"تخار کې د اینجې حاصلات ١٢٥ ټنو ته رسېږي"

د تخار اینجه

روان کال په تخار ولایت کې د 'اینجې' حاصلات ١٢٥ ټنو ته رسېږي.

د افغانستان د کرنې اوبو لکولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل: "روان کال په دغه ولایت کې په ١٢٢٠هکتار ځمکه کې اينجه کرل شوې چې له هر جریب ځمکې له درې لکو تر پنځه لکو افغانۍ عواید ترلاسه کېږي."

د نوموړي په وينا په دغه ولایت کې د اينجې ٤٠٠ هکتاره تخریب ځمکه اباده او بیا رغول شوې ده.

اينجه یو طبي بوټی دی چې کم پيدا کېږي خو ځانګړی اقتصادي او محیطي اهمیت لري.