پکتیا چارواکي:د جلغوزيو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په پکتیا کې د جلغوزيو په حاصلاتو کې د تېرکال پرتله لس سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه ولایت د کرنې رئیس محمد دین مومند نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې روان کال ١٣٥٠٠ تڼه جلغوزي تر لاسه شوي دي.

د نوموړي په خبره تېر کال د جلغوزيو حاصلات ۱۲۱۵ ټڼه وو.

ښاغلی مومند زیاتوي چې د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د طبي افاتو کموالی، د عامه پوهای لوړېدل، لازمې لارښونې عملي کېدل او په نوي ټکنالوژۍ د حاصلاتو راټولو دي.