کابل کې غبرګو چاودنو دوه تنه ټپیان کړل

په کابل کې نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) سهار په دوو چاودنو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا دا چاودنې د مقناطیسي بمونو وې.

لومړۍ پېښه د خیرخانې مېنې په لومړۍ حصه کې د سهار په څه باندې شپږ بجې په یوه ټکسي پورې د نښلول شوي بم د چاودنې په نتیجه کې وشوه چې دوه تنه یې ټپیان کړل.

دوهمه چاودنه د هوايي ډګر پر واټ شوې چې په لړ کې یې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

پرون په کابل کې راکټي بریدونو ۸ تنه ووژل او له ۳۰ زیات نور یې ژوبل کړل.