کرونا ويروس؛ اروپا کې یو شمېر هېوادونه سخت بندیزونه نرموي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، فرانسه کې یوې مېرمنې ماسک اغوستی

په اروپا کې د کرونا ويروس له دوهمې څپې څو اوونۍ وروسته یو شمېر هېوادونه سخت بندیزونه بېرته نرموي.

دا هېوادونه په داسې حال کې په قیوداتو کې نرمښت راولي چې د کرسمیس رخصتیو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده او له بلې خوا د بندیزونو له کبله د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو اندېښنه شته.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون به راتلونکې اوونۍ د کرونا وبا د وضعیت په اړه ملت ته وینا وکړي او ممکن په خپل هېواد کې یو شمېر بندیزونه چې د اکتوبر له دېرشمې څخه پیل شوي، لېرې کړي.

په جرمني کې په دې بحثونه روان دي چې بندیزونه تمدید شي او که نه؟ په دغه هېواد کې د روانې میاشتې تر پایه پورې بندیزونه اعلان شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن غواړي چې له مهالوېش سره سم د دسمبر په دوهمه ټولبندي ختمه کړي.

ګومان کېږي چې د کرسمس په رخصتیو کې به د کرونا مثبتې پېښې په بې ساري ډول ډېرې شي.