د امرالله صالح دفتر: کابل کې جنايي جرمونه کم شوي

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، له کله چې امرالله صالح د کابل د امنیتي چارو مسؤلیت اخیستی، په کابل کې جنايي پېښې کمې شوې دي.

د ښاغلي صالح د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي مسؤلیت تر اخیستو مخکې دا پېښې ډېرې وې: "د اختطاف پېښې په سلو کې ۷۰ کمې شوي، د وژنو پېښې ۳۰ فیصده کمې شوې دي. سلګونه مجرمین نیول شوي دي. په کابل کې د موبایلونو له غلا نیولې د جرم او جنایت سازمان شوې شبکې یا پټې دي، یا ولایتونو ته تښتېدلي، یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي."

خو په کابل کې له تېرې میاشتې د ناامنیو ځینې داسې پېښې شوي چې په لسګونه کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.