د روسیې او ارمنستان چارواکو د نګورنو قره باغ په اړه خبرې کړي

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د خبرو پر مهال

د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره ولیدل څو د نګورونو قره باغ د جګړو د اوربند پر نافذېدو خبري وکړي.

د پاشینیان دفتر لیکلي چې سرګي شویګو او سرګي لاوروف نن د ارمنستان په پلازمېنه یریوان کې له ارمني صدراعظم سره لیدلي دي.

دغه دفتر د ارمنستان د صدراعظم له قوله ویلي چې ارمنیانو تل د جګړو پر مهال د روسیې ملاتړ حس کړی دی چې په دې کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین شخصي او د حکومت ملاتړ شامل دي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ، ښاغلي پاشینیان ته ویلي چې روسي سوله ساتي ځواکونه چې دا اوربند څاري ، د آذربایجان د بیلې شوې نګورنو قره باغ تقریباً ټوله خاوره تر څار لاندي نیولې.

آذربایجان او ارمنستان پدې وروستیو کې د نګورنو قره باغ پر سر سختي جګړې وکړې، خو د روسیې په منځګړیتوب د دوی ترمنځ د نومبر پر لسمه اوربند وشو.