چارواکي: جلال اباد کې نامعلومو وسله والو یو تن وژلی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه په ډزو لګیدلي چې له ډلې یې یو تن نارینه وژل شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن شنبه (د لیندۍ لومړۍ نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې پېښه د جلال اباد ښار شریف مارکېټ ته څېرمه شوې چې په ټکو یې مېرمن او یو نارینه ټپیان دي.

د خوګیاڼي په خبره، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي خو د موندلو هڅې یې روانې دي.

تر اوسه د وژل شوي او ټپیانو د هویت او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.