پاکستان: د احمديانو مذهبي لږکیو یو غړی په ‌ډزو وژل شوی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

پاکستاني چارواکي وايي چې د احمدیانو مذهبي لږکیو یو غړی پرون جمعه (د لړم ۳۰مه) د یوه بریدګر په ډزو سره وژل شوی.

پېښه د پنجاب په سنګله هیل سیمه کې شوې ده.د پولیسو په خبره یوه ۱۶ کلن هلک د احمدي جماعت په غړي ډزې کړي.

بریدګر د پولیسو له خوا نیول شوی او ویلي یې دي ځکه یې په احمدیانو برید وکړ چې د ده په خبره اسلام ته یې سپکاوی کاوه.

وژل شوی کس ۳۱ کلن او ډاکټر و او نوم یې طاهر احمد یاد شوی.

د ۱۶ کلن بریدګر په ډزو سره د وژل شوي طاهر احمد د پلار په ګډون دری کسان ټپیان شوي دي.

د احمدي اقلیت ویاند سلیم الدین دا برید غندلی او ویلي يې دي چې احمدیان د خپلو عقیدو په خاطر تر برید لاندې راځي.

هغه زیاته کړې چې د عمران خان حکومت په سمه توګه له دوی دفاع نه ده کړې او په وروستیو څو کلونو کې پرې زیات بریدونه شوي.