هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نهو ميليونو واوښت

ارشيف

په هند کې نن په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له نهو میلیونو واوښت.

روغتیایي چارواکو وویل، تېره یوه اونۍ کې په اوسط ډول هره ورځ ۴۵ زره کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

هند کې تراوسه څه باندې ۱۳۲ زره کسان په کویډ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

د روغتیایي سپارښتنو او ټولنیز واټن نه مراعاتول هند کې د کرونا ویروس د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته شویو شمېر نږدې ۵۷ میلیونو ته رسېدلی دی.

امریکا د څه باندې ۱۲ میلیونه پېښو په درلودو په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ډېرې پېښې لري.