بدخشان والي: د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته ورغلى

ارشيف

په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

د بدخشان والي ذکریا سودا وایي، طالبان هڅه کوي چې په راغستان ولسوالۍ کې پراته دغه کان نه سره زر وباسي.

هغه زیاته کړه: " اوس لپاره تاسو پوهیږئ چې د کانونو کار ډېرې پانګې ته اړتیا لري، تراوسه دوی له دې کانه کار نه اخلي، خو د کیندنې هڅې یې کوي، په خواشینۍ سره چې دا کان د طالبانو لاس ته ورغلی، خو د هغې سیمې او په ځانګړې توګه د دغه کان د بېرته نیولو لپاره زمونږ هڅې دوام لري."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې بدخشان کې د " بیکادر" کان دوی نیولی، خو زیاته کړې ده چې د سیمې خلک په دودیز ډول له دې کانه سره زر باسي، نه د دوی وسله وال.

له دې وړاندې ګلوبل ویټنس یا د څارنې نړیوالې ادارې او یو شمېر نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو ویلي چې کانونه د وسله والو طالبانو د عاید یوه لویه سرچینه ده.