د پاکستان یوې محکمې حافظ سعید په پنځه نیمو کلونو بند محکوم کړ

حافظ سعید

د پاکستان یوې محکمې د تروريزم د مالي ملاتړ په تور حافظ سعید په پنځه نیمو کلونو بند محکوم کړ.

دی د هند په ممبۍ ښار کې د مرګونو حملو په پلانولو تورن دی.

سعید په دغو حملو کې لاس درلودل رد کړي دي.

په ۲۰۰۸م کال کې په دغو حملو کې د ځینو امریکايانو په ګډون شا او خوا ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د پنجشنبې په ورځ په لاهور ښار کې د تروريزم ضد یوې محکمې همداراز حافظ سعید شا او خوا ۷۰۰ ډالره جریمه کړ.

سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټ ايښودونکی دی چې د تروریزم ضد ادارې تېر کال په جولای میاشت کې ونیوه.