دوحه کې د سولې د خبرو ځنډنی برخلیک لغمان مېشتې مېرمنې اندېښمنې کړي

د قطر د غونډې یوه څنډه

که څه هم په دې وروستیو کې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې نسبي زیاتې شوې وې خو په هېواد کې وروستیو ناامنیو او تاوتریخوالي یو ځل بیا اندېښنې راټوکولې دي.

د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د پلاوو د ناستې ځنډنی برخلیک افغان مېرمنې اندېښمنې کړي دي.

د لغمان اوسېدونکې ښځینه فعاله وږمه وایي، هغه سوله چې د ښځو حقونو ته په کې درناوی وي، غواړي خو اجازه نه ورکوي چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې یې له لاسه ووځي.

اغلې وږمه زیاتوي: "ښځو په تېرو ۱۹کلونو کې پرمختګونه کړي او تردې ځایه را رسېدلي، که ښکېلې خواوې غواړي چې د ښځو حقوق محدود کړي، نو موږ داسې سوله نه غواړو، ښځې حق لري چې خپل حق وغواړي او حق یې تر پښو لاندې نه شي."

د لغمان اوسېدونکې ثنا بیا وایي، د ښځو لپاره کار کول او زده کړې د دوی هغه حقونه دي چې په هېڅ وجه ترې تېرېدونکې نه دي.

دی زیاتوي: "له طالبانو او افغان حکومته هیله لرو چې سوله وکړي، خو که غواړي چې په دې تېرو کلونو کې چې ښځو کوم پرمختګونه او تعلیمونه کړي پر وړاندې یې خنډ واقع شي، نو موږ یې ورسره نه منو."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شااوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو مذاکراتي پلاوي په دوحه کې په خبرو بوخت دي چې لا کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

ثنا وایي، د ښځو لپاره کار کول او زده کړې د دوی هغه حقونه دي چې په هېڅ وجه ترې تېرېدونکې نه دي

که څه هم دغو مذاکراتي پلاوو د ښځو د حقونو په اړه لا ځانګړی بحث نه دی کړی، خو

لغمان مېشتې مېرمنې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د یوه روښانه دریځ ګونګوالي د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمنې کړي دي.

۴۳کلنه زهره علیشنګۍ چې وروستیو ناخوالو ترې د ژوند ملګری اخېستی او د ۷ بچیانو سرپرسته ده، ناهیلې شوې او وایي، د ښځې په نوم له هېڅ حقه نه ده برخمنه شوې او له همدې کبله یې د خپلو لوڼو راتلونکې ته اندېښنه ده.

زهره وایي، د اولادونو مشران هغه یې لوڼې دي او که په هېواد کې جنګ جګړې ورکې او سوله ډاډمنه شي نو اجازه به ورکړي، څو زده کړې وکړي او روښانه راتلونکې ولري.

نوموړې وايي: " که سوله وشي، زما په ژوند کې به بدلون راشي، ارامه ارامتیا به شي، جنګ، جګړې به بس شي، زما بچي به تعلیم وکړي، دې وطن ته به مو سر ټیټ شي، ژوند او زندګي به سمه شي."

ولسمشر اشرف غني د دوهم ځل لپاره تر ولسمشر کېدو وروسته ننګرهار ته په خپل لومړني سفر کې له ختیځ مېشتو مېرمنو سره ژمنه کړې وه چې د سولې په خبرو کې به د ښځو له ټولو هغو حقونو چې اسلام او اساسي قانون ورکړي، ملاتړ کوي.

طالبانو که څه هم د سولې په پروسه او مرکچي ټیم کې هېڅ ښځې ته ځای نه‌دی ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې د دوی په خبره د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تأمین ته ژمن دي.

طالبانو په ۹۰مه لسیزه کې د خپلې واکمنۍ پرمهال د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی وو.