"استرالیايي ځواکونو افغانستان کې ۳۹ بندیان او ولسي وګړي غیر قانوني وژلي"

په افغانستان کې د استرالیا ځانګړي ځواکونه

په افغانستان کې د استرالیایي ځانګړو ځواکونو له‌خوا د ترسره شویو جنګې جنایتونو د ادعاوو په اړه د یوې څلور کلنې څېړنې نتیجه هغه ادعاوې ثابتوي چې دغو ځواکونو په جګړو کې ۳۹ بندیان او ولسي وګړي په غیر قانوني ډول وژلي.

د جرمني د ډې پي ایې خبري اژانس د راپور له مخې د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز انګیس کمبیل نن پنجشنبه د دغې څېړنې د راپور تر خپرېدو مخکې د استرالیايي ځواکونو له‌خوا د ناوړه کارونو په خاطر د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې.

دغه څېړنه چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د تفتیش د ادارې له‌خوا ترسره شوې، په‌کې ۵۷ پېښې څېړل شوي او له ۴۰۰ زیاتو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

د دغې څېړنې موندنې ښي چې کره شواهد شته چې استرالیایي پوځیانو په افغانستان کې چې ډېری یې په ارزګان ولایت کې مېشت و، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ غیر قانوني وژنې او له بندیانو سره غیر انساني چلند کړی دی.

کمبیل په کانبیرا کې خبریالانو ته وویل چې د ۲۵ استرالیایي ځانګړو پوځیانو له‌خوا په غیر قانوني ډول د ۳۹ کسانو د وژلو د ادعاوو په اړه د ۲۳ قضیو په څېړنه کې کره شواهد ترلاسه شوي دي.

کمبیل زیاته کړه هغه افراد به چې په غیر قانوني وژنو کې په لاس لرلو تورن دي، یوه نوي ځانګړي مفتش ته وروپېژندل شي.

د هغه په وینا د تورنو دغو ۲۵ سرتېرو یو شمېر یې تر اوسه په پوځ کې خدمت کوي.