د استرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو پر ادعاوو د استرالیا صدراعظم او غني خبرې

ولسمشر محمد اشرف غني او سکاټ مورېسن

د استرالیا صدراعظم له ولسمشر محمد اشرف غني سره په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو پر ادعاوو خبرې وکړې.

جمهوري ریاست تېر ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، سکاټ مورېسن «په افغانستان کې د ځینو استرالیایي عسکرو د جنګي جرمونو پر ارتکاب د تأسف څرګندولو ترڅنګ ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت تأمین شي."

تېره اوونۍ په ځینو راپورونو کې وویل شول چې استرالیا په افغانستان کې د خپلو ځینو سرتېرو له‌خوا له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې د ناقانونه وژنو او نورو سرغړونو په اړه څېړنه کوي.

د استرالیا صدراعظم لږ تر لږه د خپلو ۱۰ سرتېرو په اړه چې ۵یې لا هم په پوځ کې دنده لري، د تحقیقاتو امر صادر کړی دی.

د اسټرالیا نږدې ۴۰ زره عسکرو پر امریکا د ۲۰۰۱ کال له ترورېستي بریدونو راهیسې له امریکايي او نورو متحدو ځواکونو سره یوځای په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.