ارګ: له افغان سرتېرو د امریکا د ملاتړ په اصل کې بدلون نه دی راغلی

ارشیف، افغان سرتیري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکایي عسکرو د ملاتړ په ماهیت یا اصل کې بدلون نه دی راغلی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، امریکا او ناټو د دوامداره ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو تر شا ولاړ دي.

دی زیاتوي: "که زموږ ځواکونه ځینو اساسي او بنسټیزو برخو، لکه هوایي عملیاتو کې کومه اړتیا ولري، له شک پرته افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو وړتیاوې شته چې زموږ له عسکرو ملاتړ وکړي."

دا څرګندونې تر دې وروسته کېږي چې امریکا ویلي، تر دوو میاشتو پورې دوه زره نور سرتیري له افغانستانه باسي.

تېره شپه د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر وویل، د راتلونکي جنورۍ میاشتې له ۱۵مې وروسته به یې ۲۵۰۰ عسکر افغانستان کې پاتې شي.

امریکا دا مهال افغانستان کې څلورنیم زره عسکر لري.