پومپیو د ګورجستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي ته د واشنګتن پر ژمنه ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وزیر خارجه امریکا د ګرجستان له ولسمشرې زورابیشویلي سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ګورجستان له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو د خبرو لپاره په پلازمېنه تبلیسي کې دی.

ګورجستان هغه هېواد دی چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري او مایک پومپیو نن د چهارشنبې (د لړم ۲۸مه) وویل چې د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې د ګورجستان هلې ځلې د ډيرې ستاینې وړ دي.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د ګورجستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي ته د واشنګتن پر ژمنه ټینګار وکړ او د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې یې په مبارزه کې د تبلیسي د پراخ شراکت ستاینه وکړه.

په تبلیسي کې د متحده ایالاتونو د سفارت په بیان کې راغلې دي چې مایک پومپيو نن چهارشنبه د ګورجستان له ولسمشر سالومي زورابیشویلي سره د لیدنې کتنې پر مهال دا خبرې وکړې.

مایک پامپیو د ګورجستان له صدراعظم جورجي ګاخاریا سره

د ګورجستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له ګرجي چارواکو سره د پومپیو خبرې د متحد ایالتونو او ګورجستان د ستراتیژيکي همکارۍ په چوکاټ کې دي چې د سوداګرۍ، پوهنې او کلتوري چارو په ګډون د همکاریو پراختیا رانغاړي.

مایک پومپیو نن د ګورجستان له صدراعظم جورجي ګاخاریا سره وکتل او تر دې لیدنې کتنې وروسته صدراعظم جورجي ګاخاریا په ګډه خبرې غونډه کې د دواړو هېوادو ترمنځ ستراتیژیک مشارکت ته اشاره وکړه او ویې ویل: "تاسو د دې هېواد ریښتونی دوست یاست، موږ ستاسو له شخصي ملاتړه او د متحد ایالاتونو له حمایته چې زموږ ستاسو له ستراتیژيک مشارکته یې کوي، منندوی یو."

په ګورجستان کې د امریکا سفارت وایي، پومپیو به په ګورجستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو پر اهمیت ټینګار وکړي.

په ګورجستان کې د اکتوبر په ۳۱مه پارلماني انتخابات وشول او حاکم ګوند په کې بریالی شو چې دا نتیجې د اپوزسیون له مخالفتونو سره مخامخ شوې، هغوی تور پورې کړ چې درغلۍ شوي دي او باید بیا ټاکنې ترسره شي.