ایران د نړۍ له قدرتونو سره له خپلې اټمي هوکړې سرغړونه کړې

ارشیف، د ایران یوه اټمي بټۍ

ایران د نړۍ له قدرتونو سره له خپلې اټمي هوکړې سرغړونه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران په نطنز اټمي تأسیساتو کې یورانیم پاخه کړي دي.

رویټرز نن چهارشنبه(د لړم ۲۸مه) وویل، د نطنز اټمي بټۍ په اړه یې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې راپور ترلاسه کړی دی.

نطنز په ایران کې د یورانیمو د پخولو یا پیاوړي کولو مهمه بټۍ ده.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې تېره اوونۍ راپور ورکړ چې په نطنز کې تهران پرمختللي وسایل نصب کړي دي.

ایران ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره اټمي موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو بندیزونه په دې شرط لېرې شول چې له اټمي فعالیتونو به لاس اخلي.