مایک پومپیو د ګرجستان له ولسمشرې سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وزیر خارجه امریکا د ګرجستان له ولسمشرې زورابیشویلي سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ګرجستان له چارواکو سره د لېدو په ترڅ کې نن چهارشنبه(د لړم ۲۸مه) د دغه هېواد له ولسمشرې سالومه زورابیشویلي سره وکتل.

په امنیتي او دفاعي برخو کې د همکاریو پیاوړتیا او دغه راز د ازادو او عادلانه ټاکنو په اړه خبرې د جنوبي قفقاز د دغه هېواد له چارواکو سره د پومپیو د بحث وړ مسایل دي.

دغه خبرې په تبلیسي کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې کړي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، پومپیو د ګرجستان ولسمشرې ته د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

پومپیو ۷ هېوادونو ته خپل تازه سفر له فرانسې پيل کړی دی.