د ترکیې پارلمان اذربایجان ته د نظارتي ځواکونو د استولو پرېکړه تصویب کړه

د ترکیې پارلمان

د ترکیې پارلمان د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې توافق د نظارت لپاره د ځواکونو د استولو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې توافق د روسیې په منځګړیتوب شوی دی.

د ترکیې د پارلمان د یوه ګوند په استثنا نورو ټولو د نومبر پر ۱۷مه دا پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا غوښتنه کړې وه چې په اذربایجان کې د څارنې یوه پلان شوي مرکز ته دا ځواکونه واستوي.

ترکیې تېره اوونۍ له روسیې سره په اذربایجان کې د یوه ګډ څارونکي مرکز پر جوړېدو موافقه کړې وه.

انقرې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره‌باغ سیمې پر سر په ۶ اوونیزو جګړو کې د اذربایجان ملاتړ وکړ.